ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور ارکړ،د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشي ، دقدس د کنډکونو له نوو قوماندانانو سره په کتنې کې دقدس له نیواکګر رژيم سره دمبارزې پر دوام ټينګار وکړ.
د فلسطین سما خبری آژانس راپور ورکړ، د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشي زیاد النخاله پرون د قدس دکنډکونو له نوي قوماندانانو سره په کتنې کې چې د وحشي صهیونیسټي رژيم په وسیله د خپلو ترور شوو مبارزانو جانشین شوي دي ، دمصر به قاهرې کې روسره کتنه او خبرې اترې و کړې..
زیاد النخاله د اسلامی جهاد غورځنګ د پوځي څانګې سرایا القدس کنډکونو او او د هغوي دقوماندانانو د شجاعت او د وحشي او جنایتکار رژيم ترپوزې راوستلو په ستاینې سره او هم د نوی قوماندانانو په وسیله په هماغه قدرت او شدت سره ددغه جنګ او مبارزې د دوام ستاینه وکړه.